زرداري:د افغانستان جګړه په پاکستان کې بې ثباتي راولي

ولسمشر اصف علي زرداري

ولسمشر اصف علي زرداري له ګارډین ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان جګړه په پاکستان کې د بې ثباتۍ عامل دی او په دې هېواد کې د پوځي استبدادي رژیم له لس کلنې واکمنۍ وروسته د ډیموکراتیکو ادارو د جوړولو او د اقتصادي پرمختګ هڅو ته زیان اړوي.

زرداري په اسلام اباد کې د جمهوري ریاست په مقر کې له ګارډین ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې د هغو اندېښنو یادونه وکړه چې پاکستانیان یې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره د سولې د کمزورو هڅو په برخه کې لري او ویې ویل، ځینې امریکايي سیاسي شخصیتونه د امریکا د پالیسیو د اغېزو په اړه محدوده پوهه لري.

د پاکستان ولسمشر وویل، دا جګړه د پاکستان پر پوله روانه ده او روښانه ده چې پر پاکستان ستر اغېز لري. د سپینې ماڼۍ د وروستي راپور په اړه چې له تروریزم سره د جګړې په چاره کې د پاکستان پر همکارۍ انتقاد په کې شوی، زرداري وویل، پاکستان تل د واشنګټن نظر ته غوږ نیولی خو ده زیاته کړه چې د امریکا د کانګرس ځینې غړي او رسنۍ نه پوهېږي چې د پاکستان په اړه څنګه خبرې وکړي.

زرداري زیاته کړه، امریکا له تېرو شپېتو کلونو راهیسې د پاکستان متحد دی او دی د امریکا سیاسي سیستم ته درناوی کوي خو ده زیاته کړه، هرځل چې نوی پارلمان جوړېږي اونوي کسان یې غړي کېږي ډېر وخت په کار دی چې دوي ځان د نړۍ په وضعیت پوه کړي. ده وویل چې ولسمشر اوباما نه بلکې کانګرس، ذیعلاقه ډلې او رسنۍ په افغانستان کې د جګړې د ختمولو مهلت ته د ژر تر ژره رسېدو مرض نیولي دي.

د پاکستان ولسمشر وړاندې وویل، نژدې ۱۲ کاله کېږي چې امریکا د افغانستان په جګړه کې ښکېل ده او څرګنده خبره ده چې هرڅوک او په تېره عام امریکایان چې د خپلو پوښتنو ځواب لټوي بې حوصلې شوې دي خو د ده په وینا د دوي پوښتنې د لنډ مهال ځواب نه لري او دا ډېره ګرانه ده چې د امریکا عوامو ته چې د جګړې لګښتونه د دوي له مالیو څخه ورکول کېږي قناعت ورکړل شي.

د سپینې ماڼۍ په راپور کې انتقاد شوی چې د پاکستان له پوځ سره له څو کلونو مالي مرستو وروسته لاهم د افراطي وسله والو د ماتولو څرګنده لاره نه لیدل کېږي.

راپور له افغانستان سره سرحد ته نژدې په قبایلي سیمه کې چې د طالبانو او القاعده شبکې له خوا د پناه ځای په توګه کار ترې اخیستل کېږي د پاکستاني پوځ عملیات بې اغېزې بللي دي.

د امریکا د کانګرس یوې کمېټې هم په روانه اونۍ کې د اوباما ادارې ته وویل، چې د پاکستان پرځای له هند سره اړیکي پیاوړي کړي او د کانګرس ډیموکرات غړي ګاري اکرمن وویل چې پاکستان ماتېدو یا سقوط ته نژدې شوی دی.

د پاکستان ولسمشر وویل، که چېرته دا خبره رښتیا وي نو په جنوبي اسیا کې د امریکا او نورو هېوادونو د مداخلې پالیسي به په دې برخه کې یومهم عامل وي.

ده زیاته کړه، پاکستان له څو لسیزو راهیسې له امنیتي پلوه په بېړني حالت کې دی.

زرداري وړاندې وویل، پاکستان تر سوداګرۍ زیات پر امنیت ټینګار کوي، ده د مثال په توګه د پاکستان د ګاز د زېرمو یادونه وکړه، ویې ویل چې د ده هېواد په افغانستان کې سولې ته سترګې په لاره دی څو خپل ګاز هند او سره سمندرګي ته صادر کړي.

ښاغلي زرداري وویل، په پاکستان کې د هغو ډیموکراتیکو ادارو د پیاوړتیا لپاره د هڅو په وړاندې هم د افغانستان جګړې خنډ رامنځ ته کړی چې د پروېزمشرف د پوځي واکمنۍ پرمهال یاله مینځه وړل شوي او یا پاملرنه نه ورته کېده.

ده زیاته کړه، چې په همدې دلیل په پاکستان کې د اقتصاد ترڅنګ پر سیاست هم ناوړه اغېز پرېوتی.

د دوو کسانو د وژنې په تور د CIA د یو قراردادي رېمونددېویس له نیول کېدو او همداراز په قبایلي سیمه کې د بې پيلوټه الوتکو د تېرې میاشتې له حملې وروسته چې لسګونه ملکي وګړي او قومي مشران د جرګې پرمهال پکې ووژل شول، د پاکستاني چارواکو په وینا له واشنګټن سره د اسلام اباد اړیکي په تر ټولو بد حالت کې دي.

زرداري چې په را روانه میلادي میاشت کې واشنګټن ته روان دی، له امریکا غوښتنه کړې چې د بې پيلوټه الوتکو ټکنالوژي له پاکستان سره شریکه کړي څو د وسله والو پر سنګرونو بریدونه د پاکستان تر بېرغ لاندې پلان او عملي شي.

که څه هم په دې برخه کې د پاکستان غوښتنه له دې مخکې رد شوې خو ولسمشر زرداري له ګارډین ورځپاڼې سره په خپله دې مرکه کې وویل، دی هیله من دی چې امریکا به داځل د بې پیلوټه الوتکو دحملو له وجې په پاکستان کې زیاتېدونکو امریکايي ضد احساساتو ته په پام سره دا غوښتنه ومني.