مصر:له حسنې مبارکه به د لاریون کوونکو د وژلو پوښتنه وشي

د مصر لوی څارنوال غواړي، د دغه هېواد له واکه د لیرې کړای شوي ولسمشر حسنې مبارک او د هغه له ځامنو څخه د اختلاس او مظاهره چیانو د وژلو په اړه تحقیقات وکړي.

خو په هر حال تیره ورځ حسنې مبارک په یوه صوتي پیغام کې پرده او ځامنو يې لګیدلي تورونه بې اساسه وبلل او ويي ویل، چې هغه به له خپل قانوني حق څخه په استفادې سره د خپل او خپلې کورنۍ له حیثیت څخه دفاع وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مصر څارنوالۍ پخواني صدراعظم احمد نظیف د اختلاس په تور د تحقیقاتو لپاره پنځلس ورځې توقیف کړی دی.

دغه راز په مصر کې د دفاع د وزیر مشیر طنطاوي چې د واکمنې پوځي شورا مشر هم دی د استعفې غوښتنې کیږي.

دغې پوځې شورا خبرداری ورکړی، چې د قاهرې له تحریر میدان څخه د مظاهره چیانو د لرې کولو لپاره به چې له اوږدې مودې راهیسې دغلته دیره دي، له زوره هم کار واخلي.