د کابل ښار په ختیځ کې په یوې ځان وژوونکي حملې کې لس تنه ملکيان او نظامیان ټپیان شول
د امنیتي چارواکو په وینا، یو ځان وژوونکي د کابل ښار په ارزان قیمت سیمه کې د ملي اردو سرتېرو د سپرلیو پر یو موټر ځان والوزاوه، چې اوه تنه د ملي اردو سرتیري او درې تنه عام وګړي یې ټیبان کړل او د راپورونو له مخې د ځینو ټبیان حالت نازک دی.
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، چې لا تر اوسه د ځانوژوونکي هویت نه دی څرګند شوی.
د افغانستان د دفاع وزارت هم ویلي، چې د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړي او له ملي پولیسو سره په ګډه به دا پېښه وڅېړي.