د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحق الکو نن د ولسي جرګې په غونډه کې چې د هغه د استیضاح کولو لپاره جوړه شوې وه، ګډون ونه کړ.
که څه هم د لویې څارنوالۍ چارواکو پخوا ویلي وو، چې په هیڅ صورت کې به لوی څارنوال محمد اسحق الکو د ولسي جرګې په استیضاحیه غونډه کې ګډون ونه کړي، خو ښاغلی الکو په یوه مکتوب کې ویلي، د ځینو مصرفیتونو له امله یې د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ګډون ونشو کړای.
په دغه مکتوب کې چې ولسي جرګې ته استول شوی دی، ښاغلی الکو ژمنه کړې چې په مناسب وخت کې به ولسي جرګې ته حاضر شي.
د لوی څارنوال د دغه نوي دریځ په اړه د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې بحثونو کومه نتیجه ور نه کړه.