د کاپیسا په ولایت کې نړیوالو ځواکونو نوي عملیات پیل کړې دي. امنیتي چارواکو ازادۍ راډیو ته په سیمه کې وویل، په دې عملیاتو کې تر اوسه د مخالفو وسله والو ته د رانه تلفات اوښتې دي.
د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ یوه مسوول اسدالله حمیدي وویل، چې د مخالفو وسله والو د یوه قوماندان ظاهر غوربندي په ګډون دیارلس طالبان وژل شوې دي.
اسدالله حمیدي دا څرګنده نه کړه چې دا عملیات کله پیل شوې دي او تر کله به دوام کوي.