یو جګپوړی امریکايي مقام وايي، داسې ښکاري، چې په لیبیا کې د معمرالقذافي د پلویانو او وسله والو مخالفینو ترمنځ په جګړه کې یو ولاړ حالت رامینځ ته شوی دی.
جنرال کارترهم Carter Ham چې ناټو ته د قذافي د رژیم پرضد د نړیوال ایتلاف د هوايي عملیاتو د چارو له سپارل کېدو مخکې د دې ماموریت مشري کوله دا خبره د امریکا د سنا په استماعیه غونډه کې څرګنده کړه.
ده کله چې پوښتنه ترې وشوه، آیا د ده په نظر متحدایالات باید د لیبیا د حکومت مخالفینو ته وسله ورکړي کنه په ځواب کې وویل، دا اقدام به مخکې له دې چې ښه څرګنده شوې نه وي چې مخالفین څوک دي، ممکن نه وي.
ویل کېږي د کارترهم څرګندونې به په لیبیا کې د امریکا د راتلونکو اقداماتو په اړه یولړ بحثونه رامینځ ته کړي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما لیبیا ته د سرتېرو د استولو طرح رد کړې او د ده د ادارې چارواکو، په لیبیا کې د یوې کورنۍ جګړې د مخنیوي لپاره د امریکا پر محدوده ونډه ټینګار کوي.