ناټو په کونړ ولایت کې د تېرو دوو اونیو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د اتیا وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی، خو د وسله والو مخالفینو د تلفاتو په اړه افغان چارواکي نور ارقام ورکوي.
د کونړ والي سیدفضل الله واحدي آزادۍ راډیو ته وویل چې له نژدې دوو اونیو راهیسې پیل شوي دا عملیات د کونړ د سرکاڼو او مرورې ولسوالیو په سیمو کې شوي دي.
ناټو ویلي چې په دې عملیاتو کې له اتیا زیات وسله وال وژل شوي خو ښاغلي واحدي د طالبان د تلفاتو شمېره یوسل او دوه دېرش تنه وښوده، زیاته یې کړه چې اوه څلوېښت وسله وال ژوندي نیول شوي او شل تنه یې ټپیان دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د کونړ په جګړو کې د دوی یوازې ۲۴ وسله وال وژل شوي او پاتې د ده په وینا ملکي وګړي دي. خو د کونړ والي ډاډ ورکړ چې په عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.