کابل: بریتانوي عسکر یوه ښځه ووژله

د افغانستان پولیس وايي، چې بریتانوي عسکرو یوه ښځه پرون په کابل کې په ترافیکي پيښه کې وژلې ده. د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي پرون وویل، چې په لومړي سر کې داسې معلومات خپاره شوي وو، چې په دې پيښه کې د دوو ښځو او یوه سړي د وژل کیدو خبره خپره شوی وو، خو هغه د امنیتي ځواکونو په منځ کې غلط فهمي رامنځ ته شوې وه.

د ایساف ځواکونو یوه ویاند دا پيښه تایید کړې ده او په دې اړه یې له زیاتو معلوماتو ورکولو ډډه کړې ده او ویلي یې دي، چې په ارتباط یې څیړنه روانه ده.