ناټو:په ختیځ کې مو ۷ مخالفین وژلي

ناټو ځواکونه وايي، د افغانستان په ختیځ کې د دوي پر یوه اډه د مخالفینو یو برید یې په شا تمبولی او لږ تر لږه 7 مخالفین یې وژلي دي.

د خبر له مخي وسله والو مخالفینو پرون ناوخته د جلال اباد پر هوايي ډګر د سپکو او درنو وسلو حمله وکړه.

د ناټو یوه ویاند وايي، په دغه حمله کې افغان او نړېوالو ځواکو ته زیان نه دی رسېدلی، خو وسله والو طالبانو دغه حمله منلې او رسنیو ته یې ادعا کړې، چې 5 بهرنیان یې وژلي.