امریکا:ایران زموږ جنوبي هېوادونو سره خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړې

د امریکا د جنوبي قوماندانۍ مشر پرون وویل، چې ایران د جنوبي امریکا له هېوادونو سره خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړې او له وینزیویلا سره د دغه هېواد نژدې اړیکي د امریکا لپاره د اندیښنی وړ دي چې متحده ایالات یې له نژدې څاري.

جنرال دګلس فریزر د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل، د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو له پراخولو څخه د ایران هدف دادی چې د هغو بندیزونو اغیز کم کړي چې د اټومي پروګرام په خاطر نړېوالی ټولنې پردی هېواد لګولی دي.

د جنرال فریزر په وینا ایران د جنوبي امریکا په هېوادونو کې سفارتونه زیات کړي.

په ۲۰۰۵ کال کې یې په پنځو هېوادونو کې سفارتونه لرل چې تیر ۲۰۱۰ کال يي شمېر لسوته رسیدلی دی.

ایران پر دی سربیره په اولسو هېوادونو کې خپل فرهنګي مرکزونه هم پرانیستلي دي.

د امریکا د جنوبي قوماندانۍ قوماندان وویل، ایران تیر کال د لاتیني امریکا د دریو هېوادونو بولویا، ګیانا او وینزیویلا د سرمشریزې کوربه و.