لوی څارنوال د ولسې جرګې غونډې ته نه ورځي

لوی څارنوال محمد اسحاق الکو

د افغانستان لویه څارنوالۍ د ولسې جرګې دا خبره ردوي چې لوی څارنوال دې د استیضاح لپاره ولسې جرګې ته د شنبې په ورځ ور شي.

ولسي جرګې د لوی څارنوال د استیضاح کولو تر پریکړې مخکې تیره دوشنبې لوی څارنوال محمد اسحاق الکو د استجواب لپاره خپلې غونډې ته وربللی و او د استخواب دلیل د ولسې جرګې منشي عبدالقادر کلاتوال روښانه کړ او ویې ویل:

« لوی څارنوال له یو شمېر وکیلانو سره نه دې کتلي او له دې سره وکیلانو ته ګرانه شوې ده چې د موکلینو ستونزې هوارې کړي، نو له همدې امله پریکړه وشوه چې لوی څارنوال د دوشنبې په ورځ ولسې جرګې ته راشي.»

لوی څارنوال بیا بیا تور پورې کړی دی چې د ولسې جرګې په انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوې دي، نو باید د اختصاصي محکمې له لورې د معترضو کاندیدانو د اعتراضونو جدي تحقیق وشي.

د ولسې جرګې غونډې ته د لوی څارنوال د وربللو په اړه د ولسې جرګې رییس عبدالرووف ا براهیمي پرون د جرګې پر ځانګړیو کمیسیونونو غږ وکړ، چې د لوی څارنوال د استحضاح لپاره شرایط چمتو کړي.

د ولسې جرګې غونډې ته د لوی څارنوال د وربللو او د هغه د استیضاح په اړه د لویي څارنوالۍ ویاند امان اله ایمان وایي، چې لوی څارنوال د ولسې جرګې په تایید ټاکل کیږي خو ولسې جرګه د هغه د استحضاح حق نه لري.

ولسې جرګه لوی څارنوال استیضاح کوي او لویه څارنوالي وایي، چې دا خبره قانوني نه ده همدا مساله مې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي له استاد ودېر ساپۍ څخه وکړه، هغه وویل چې د لوی څارنوال د استیضاح په برخه کې په قانون کې وضاحت نه شته.

لویه څارنوالۍ هڅه کوي، چې د ولسې جرګې د انتخاباتو د درغلیو د څیړلو لپاره د اختصاصي محکمې کارونه بشپړ شي خو ولسې جرګې ته یو شمېر بریالي شوېو کاندیدانو هڅې پیل کړې دي چې اختصاصي محکمه لغوه شي او په دې ترڅ کې یې تیره اونۍ له ولسمشر حامد کرزي سره هم ولیدل څو د دوي دا غوښتنه ومنل شي.