پاکستان پرون وويل، چې د بريتانيا صدراعظم ډيويډ کامرون د دواړو خواوو ترمنځ د ستراتيژيک ديالوګ د پياوړتيا لپاره دې هېواد ته رسېږي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، کامرون د پاکستان د صدراعظم يوسف رضا ګيلاني په بلنه د يو ورځني سفر په مخه اسلام اباد ته ورځي.
کامرون د اسلام اباد او لندن ترمنځ له هغه ديپلوماتيک جنجاله نهه مياشتې وروسته اسلام اباد ته ځي، چې ده د هند د سفر په مهال ويلي و، په پاکستان کې ځيني عناصر تروريزم خپروي.
کامرون او د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د تېر کال په اګست کې په لندن کې له کتلو وروسته د دواړو هېوادونو اړيکې نه ماتېدونکې بللې وې.