ننګرهار:په چپرهار کې دوه تنه وژل شوي

د ننګرهار په چپرهارولسوالۍ کې د دوشنبې په ورځ ماسپښين دوه تنه ووژل شول، د ننګرهارد والي وياند احمدضيا عبدالزي ازادۍ راډيو ته وويل، د چپرهار ولسوالۍ په سره کلا نومې سيمه کې نامعلومه وسله والو، دوه تنه- چې په پاخه سړک ولاړ وو، د کلاشنکوف په ډزو وويشتل.

ده وويل اړونده سيمه ايزو پوليسو هڅه وکړه، خو قاتلين وتښتېدل او پلټنې روانې دي، عبدالزي وويل وژل شوي ملکي خلک دي خو دا نه ده معلومه چې د پېښې اصلي سبب څه دی.

چپرهار د ننګرهار ناامنه ولسوالۍ ده، چې وسله وال مخالفين په کې نفوذ لري او هر کله په کې د دولت د اړونده مامورينو په ګډون قومي مشران هم د جاسوسۍ او په نورو نومونو وژل کيږي.