په ارزګان او زابل کې یو شمېر مخالفین وژل شوي

افغان او نړېوال ځواکونه وایي، چې په ارزګان او زابل ولایتونو کې یې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر وسله وال مخالفین وژلي دي.

په کابل کې د ایساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وایي، په دغو عملیاتو کې د ارزګان ولایت په د هراوو ولسوالۍ کې وسله وال مخالفین وژلي او یو شمېر وسلې او مهمات هم لاس ته ورغلي دي.

په عین حال کې له زابل څخه هم راپورونه وایي، چې د دغه ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې یو وسله وال مخالف وژل شوی او ګڼ شمېر وسلې او مهمات د دوي د ځواکونو لاس ته ورغلي.

وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.