کونړ:په سرکاڼو او مروره کې جګړې شوي

د کونړ ولایت په مرورې او سرکاڼو ولسوالیو کې د جګړو راپورونه رسیدلي دي، په ختیځو سیمو کې د نړېوالو ځواکونو مطبوعاتي دفتر په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د دغو عملیاتو په نتیجه کې ګڼ شمېر وسله وال مخالفان وژل شوي او د سپکو او درنو وسلو دوه زیرمې هم کشف کړي دي.

دغه راز د کونړ والي د دې عملیاتو په اړه ازادۍ راډیو ته وویل، چې څلور نړېوال عسکر هم په مروره او سرکاڼو کې وژل شوي دي، خو د سیمې خلک بیا ادعا کوي چې زیاته مرګ ژوبله ملکي خلکو ته اوښتي ده.

افغان چارواکو او نړېوالو ځواکونو د دغو عملیاتو په ترڅ کې د ملکیانو د تلفاتو په اړه بې خبري ښودلې ده.