د خلیج د همکارۍ شورا چې یو شمېرعربي هېوادونه په کې غړیتوب لري ایران له دې امله غندلی چې د دې شورا د غړېو هېوادونو په کورینو چارو کې لاس وهنه کوي.
په دې اړه د دې شورا غړېو هېوادونو پرون په ریاض کې بېړنۍ غونډه وکړه، دې شورا پر ایران تور پورې کړ چې په بحرین کې د سنې او شیعه مسلمانانو ترمنځ فرقه يي تاوتریخوالي ته لمن وهي .
په بحرین کې له څه مودې راهېسې شیعه مسلمانان د دې هېواد د سني واکمو پر ضد مظاهرې کوي .
ایران تر دې مخکې پر سعودي عربستان انتقادونه کړې وو، چې بحرین ته يې د مظاهره چیانو پر ضد د دې هېواد د حکومت د ملاتړ لپاره سرتیري استولي .
دې شورا همدا راز په کویټ کې هم د ایران لاس وهنه غندلې چې ویل کېږي هلته يې د جاسوسۍ یوه شبکه فعاله کړې .
ایراني چارواکو په کویټ کې د جاسوسۍ په اړه ادعاوې رد کړي دي .