رحیمي:د نباتي او خوراکي موادو د خوندیتوب په نوم نوی پروګرام پیلوو

د کرنې او مالدارۍ وزارت هڅه پیل کړې ترڅو په افغانستان کې خوراکي مواد او تولیدات له روغتیایی پلوه خوندي کړي.

د کرنې او مالدارۍ وزیر محمد اصف رحیمي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په نباتاتو او حیواناتو کې ځنیې ناروغۍ شته چې د درملنې لپاره یې هڅې پیل شوي دي.

د ښاغلي رحیمي په خبره په نړېوالو بازارونو کې د افغانستان د کرنیزو او حیواني محصولاتو د ښه بازار موندنې لپاره باید دا تولیدات له هره پلوه خوندي او په نړېوالو معیارونو برابر شي.