کرزی:امنیتي ځواکونو دې نه پریږدي چې لاریونونه دې په تاوتریخوالي بدلې شي

په کندهار او بلخ ولایتونو کې له تاوتریخوالي څخه په ډکو مظاهرو کې د لسګونو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو نه وروسته ولسمشر کرزي امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې پرې نږدي له دې وروسته د خلکو سوله ایزې مظاهرې په تاوتریخوالي بدلې شي.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي، چې ولسمشر کرزي امنیتي ځواکونو ته دا هم ویلي، چې په مظاهرو کې دې عامه او دولتي تاسیساتو ته د زیان رسولو مخه هم ونیسي.

ولسمشر کرزي او د افغانستان د علماوو سراسري شورا په جلا جلا خپرو شوېو اعلامیو کې له خلکو نه هم غوښتي چې په مظاهرو کې دې تاوتریخوالي نه کوي او د خلکو شخصي او دولتي تاسیساتو ته زیان ونه رسوي.