د ايران ۴ پوله ساتونکي ووژل شول

د ايران څلور سرحدي ساتونکي هغه وخت ووژل شول، چې په لوېديځ ولايت کردستان کې يې پر پوسته حمله وشوه.

د کردستان سرحدي پوليسو قوماندان عزت الله رشيديان نيمه دولتي اژانس مهر ته وويل، درې عسکر او يو سرحدي ساتونکى هغه وخت ووژل شول، چې د جمعې په ورځ په ماريوان ښار کې د دوى پر پوسته د لاسي بمونو حمله وشوه.

په پېښه کې پنځه نور سرحدي ساتونکي ټپيان دي. چا د دې بريد مسووليت نه دى منلى، خو د ايران ځينې رسنۍ د کردستان د ازاد ژوند ګوند په دې بريد کې په لاس درلودلو تورن کړى، چې د ايراني کردانو يوه بېلتون غوښتونکې ډله ده.