قزاقستان:په ټاکنو کې به نور سلطان نظربايوف بیا بريالۍ شي

داسې ښکاري چې د قزاقستان په نننيو انتخاباتو کې به ولسمشر نور سلطان نظربايوف بيا د بلې پنځه کلنې دورې لپاره بريالى شي.

دغو انتخاباتو ته درې تنه نور هم کانديدان وو، خو څرګندېږي چې هغوى تش په نامه سيالان او غيرجدي کانديدان دي.

تر رايې شمېرنې وروسته نظربايوف وويل دغه انتخابات به د قزاقستان د اتحاد او د ثبات او دوستۍ لپاره د قزاقستان د خلکو غوښتنې پوره کړي.

د دغو انتخاباتو يوه ګډونوال اندري لازوفسکي وويل، دى نظربايوف ته ځکه رايه ورکوي، چې د دوى هيلې ورپورې تړلي دي:

”بالاخره نظربايوف اداري فساد ورک کوي، چې دا ستونزه زموږ ټولنه راويجاړوي، زه ورته ښه صحت غواړم، چې تر خپله وسه د ډېر وخت لپاره کار وکړي“

اويا کلن نظربايوف له تېرو شلو کلونو راهيسې د دې هېواد واکمن دى. مخالفانو له دې انتخاباتو بايکاټ اعلان کړى دى.

د راپورونو له مخې نن د درېيمې ورځې لپاره هم د عاج ساحل په ابيدجان ښار کې سخته جګړه روانه ده، په لوېديځ ښار دوى کووي کې د سلګونو کسانو د عامه وژنې راپورونه ورکړل شوي دي. مخالف ځواکونه د جمهوري رياست تر لانجمنو انتخاباتو وروسته د دې ښار د کنټرول لپاره جنګېږي.

الاسانګ اواتارا په نړيواله کچه د ولسمشر په توګه په رسميت پېژندل شوى، ولسمشر ته وفادار ځواکونه هڅه کوي د دغو انتخاباتو د بايلونکي لاورونت ګبابو وفادار ځواکونه شاتګ ته اړ کړي. له تېرې نومبر راهيسې چې ګبابو په انتخاباتو کې ناکام شو، د واک له سپارلو يې ډډه کړې ده.

راپورونه وايي په دوى کووي ښار کې به د اته سوه او زرو پورې کسان وژل شوي وي.

مرستندويې ادارې او ملګري ملتونه وايي داسې نښې نښانې شته چې په سلګونو وژنې به د ولسمشر اواتارا د ځواکونو له لوري شوي وي. د بشري حقونو د څار ډله وايي داسې اسناد او شواهد لري چې د دواړو لوريو ملاتړو د جنګي جنايتونو په اندازه له بشري حقونو سرغړونه کړې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هليري کلنټن پر ګبابو ږغ وکړ، چې ژر تر ژره واک پرېږدي.