په هلمند کې د ټلیفوني شبکو د بندېدو په اړه مظاهرې وشوې

په هلمند کې سلګونه کسانو د ټیلیفوني شبکو د بندیدو له امله مظاهره کړي دي.

مظاهره كوونكو خبرداری وركړ، كه چيرې وروسته تر دې شبكې بندې شي دوی پراخ لاريونونه وكړي او په ښار او كليو كې به ټولې ټليفوني پايې ونړوي.

په هلمند كې د ټليفون شبكې وروسته ترهغه بندې شوې، چې وسلوالو طالبانو يې د بندولو غوښتنه وكړه.

كه څه هم په هلمند كې د ټیليفون شبكې د تيرو شلو ورځو راهيسې تړل شوي دي، خو تيره ورځ يې يوازې شپږ ساعته فعاليت وكړ، چې وروسته بيرته بندې شوې.