ولسمشر کرزي له بانکي مون سره د مزارشریف د پېښې په اړه خواخوږي څرګنده کړه

ولسمشر کرزي د ملګرو ملتونو له عمومي منشي بانکي مون سره په یوه ټیلیفونې اړیکه کې په مزارشریف کې د شوې پیښې په اړه خواخوږي څرګنده کړي.

ولسمشر کرزي پیښه غندلې او بانکې مون ته یې ډاډ ورکړی، چې د پیښې په اړه به جدي پلټنه کوي او عامیلین به یې عدالت ته راکاږي.

په ورته وخت کې افغان ولسمشر د بیلابیلو ادیانو ترمنځ د سوله ایز ژوند په اهمیت ټینګار کړی او د ملګرو ملتونو له عمومي منشي نه یې غوښتي، چې په دې برخه کې د عامه پوهاوي له لارې خپل رول ولوبوي.