د پکتیا ولایت چارواکي وایي، چې په څمکنۍ ولسوالۍ کې نن د پولیسو او نړیوالو ځواکونو ترمنځ په نښته کې دوه پولیس وژل شوي دي.
د څمکنۍ ولسوال ازادي راډیو ته وویل، چې دغه پیښه چې په کې د ایساف دوه سرتیری هم ټپیان شوي دي، وروسته ترهغې پیل شوه، چې یو پولیس پر نړیوالو ځواکونو ډزې وکړې.
د طالبانو ویاند رسنیو ته په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې دا پیښه د دوی د یوه کس له خوا چې د پولیسو په لیکو کې یې دنده لرله، ترسره شوې او ادعا کوي، چې په دغه حمله کې څوارلس کسه امریکایي عسکر وژل شوي دي.