سپینې ماڼۍ ویلي ولسمشر بارک اوباما د راتلونکې اوونۍ پر سې شنبې د اسرایلو له ولسشمر شیمون پریس سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري. د دوی دواړو د خبرو موضوعات به د منځني ختیځ د سولې پروسه او په سیمه کې روانې ناکرارۍ وي.
سپينې ماڼۍ په یوه خبر پاڼه کې ویلي، ولسمشر اوباما غواړي له ولسمشر پریس سره پر یو لړ هغو مسلو چې په اړه یې ګډې اندېښنې شته خبرې وکړي.
په دې کې به د امریکا او اسرایلو ترمنځ امنیتي همکارۍ، په منځني ختیځ کې وروستي پرمختګونه او له ګاونډیانو سره د اسرایلو اړیکې شاملې وي.
په عین حال کې د امریکا د کانګرس غړیو پر ولسمشر اوباما ټینګار کړی، چې پر فلسطینیانو دې زور راوړي څو مخکې له مخکې د شرطونو له اېښودو پرته له اسرایلو سره د سولې خبرې پیل کړي.