سوریه: په زرګونو خلکو پرون د حکومت پرضد بیا مظاهره وکړه

د سوریې په درعا ښار کې چې په دې ورستیو کې د اعتراضي مظاهرو په مرکز بدل شوی، د جمعې په ورځ په زرګونو خلکو بیا مظاهره وکړه.

اعتراض کونکيو پرونۍ ورځې ته د شهیدانو د ورځې نوم ورکړی او او د هغه اویا تنو د وژنې پر ضد يې د پراخو مظاهرو غوښتنه کړې وه، چې په سوریه کې د تیرو دوو اونیو مظاهرو په ترڅ کې وژل شوي. له دې کسانو څخه ډېر یې د درعا په ښار کې وژل شوې دي.

دمشق ته نېږدې په دوما ښارګوټي کې هم پرون مظاهرې وې، همدارنګه د لاتاکیه او بنیاس له ساحلي ښارونو څخه هم د مظاهرو راپورونه ورکړل شوې دي.

عیني شاهدانو ویلي، چې د دوما په ښار کې پر مظاهره چیانو د پولیسو په ډزو کې لږ ترلږه اته کسان وژل شوي دي.

ولسمشر بشارالاسد دا اونې هغه تمې پرې کړې، چې د اصلاحاتو اعلان په اړه وي او پر ځای يې نوموړي اعتراض کونکي د بهرنیو د توطيې په پلي کولو تورن کړل.