په سوریه کې مخالفینو نن جمعه، په ټول هېواد کې د حکومت ضد اعتراضونو غوښتنه کړې. اعتراض کوونکي په سوریه کې سیاسي اصلاحات غواړي.
دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي، چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد د چارشنبې په ورځ د خپل هېواد دښمنان د تاوتریخوالي په وروستیو پېښو تورن کړل.
د سوريې د دولتي خبري اژانس سنا د راپور له مخې د بېړني حالت د قانون د څېړنې او د هېواد دملي امنیت د ټینګښت او له تروریزم سره د مبارزې لپاره په یو مشروع اقدام د هغه د بدلولو په مقصد حکومت یوه کمیسیون ته دنده ورکړې ده.
په سوریه کې له تېرو پنځو لسیزو راهیسې د بېړني حالت قانون نافذ دی. په دې هېواد کې سیاسي فعالان وايي چې په تېرو دوو اونیو کې د امنیتي ځواکونو او مظاهره چیانو په نښتو کې لږترلږه دېرش کسان وژل شوي دي.
د تاوتریخوالي د دې پېښو ډېره برخه د مرکز دمشق په جنوب کې، په درعه او همداراز په بندري ښار لتاکیه کې شوې دي.