فرانسه د نړۍ د اټومي سټنډرډونو په برخه کې نوي اصول وضع کول غواړي

د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي د روان کال تر پایه د نړۍ د اټومي سټنډرډونو په برخه کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې ده. دا خبره د جاپان د اټومي ستونزې په ارتباط شوې ده.

سارکوزی چې اوسمهال د نړۍ د شلو ځواکمنو هیوادو مشري کوي، لومړی بهرنی مشر دی، چې د مارچ له یولسمې راوروسته چې په جاپان کې زلزله وشوه له دې هیواده کتنه کوي. دغې پیښې د فوکوشیما د داییچي اټومي بټۍ زیانمنه کړې ده.

د فرانسې ولسمشر وویل، د مې په میاشتې کې به فرانسه د شلو ځواکمنو هیوادو غونډه جوړه کړي، څو داسې اصول وضعه کړي چې په راتلونکې کې اتومي ستونزې راپیدا نه شي.