د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن وویل، ناټو د لیبیا پر سر له نن سهاره د ټولو هوایي عملیاتو مسوولیت په غاړه واخیست.
په دې ماموریت کې د لیبیا پر سر د الوتنو مخنوی، لیبیا ته د وسلو د استولو مخنوي او د معمرالقذافي د ځواکونو له بریدونو د ملکیانو ساتنه شامله ده.
پر لیبیا د هوایي بریدونو قومانده مخکې د امریکا، بریتانیا او فرانسې له ځواکونو سره وه. د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه د مارچ له نولسمې د قذافي د ځواکونو پرضد هوایي عملیات کوي.
ناټو د یکشنبې په ورځ ورسته تر دې موافقه وکړه، چې دا ماموریت ومني چې د ترکې او فرانسې اندیښنې یې لرې کړې. ترکې دې عملیاتو ته اندیښنه لرله او فرانسې دې ته زړه نه کاوه چې مشري ناټو ته وسپارل شي.
نن سهار د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې د لیبیا د بهرنیو چارو وزیر موسی کوسا بریتانیا ته رسیدلی دی او له دې وروسته د قذافي د رژيم لپاره کار نه کوي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزارت په وینا له موسی کوسا څخه د چهارشنبې په ورځ د بریتانیایي مسوول کسانو له لورې وروسته تر دې پوښتنې وشوې چې لندن ته نژدې یوه هوایي ډګر ته ورسېد.
بل لورته رسنۍ خبر ورکوي چې امریکا د سي. ای. اې کسان د روانې میاشتې په پیل کې لیبیا ته استولې دي.