په کندهار کې بهرنیو ځواکونو ۲ تنه ملکيان وژلي

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، چې بهرینو ځواکونو نن په دغه ولایت کې دوه ولسي خلک په ډزو وژلي دي.

د کندهار د امنیت امر فضل احمد شیرزاد وايي، چې بهرنیو ځواکونو هغه وخت د ولسي خلکو پر موټر ډزې وکړې، چې دغه موټر د ولایتي بیارغونې له دفتر سره یو بهرني کس وواهه.

نوموړی وايي، چې د بهرنیو ځواکونو په ډزو درې تنه نور ژوبل شوي هم دي.

نړیوالو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.