د نورستان ولایت امنیتي چارواکې وایي چې ډير ژر به د وانت وایګل ولسوالي چې د تیرې سې شنبې په ورځ وسله والو مخالفینو نیولې، بیرته ونیسي.
د نورستان امنیه قوماندان مل پاسوال شمس الرحمن ذاهد پرون ازادي راډیو ته وویل، که څه هم د دغې ولسوالۍ وسایل او مالونه وسله والو چور کړي، خو دوی بیا هم غواړي چې ډیر ژر د دې ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره اقدام وکړي.
ښاغلي ذاهد د دغي ولسوالۍ د نیولو پړه پرهغو بهرنیو وسله والو واچوله، چې د ده په وینا له یوه کال راهیسې یې په سیمه کې فعالیت کاوه.
د نورستان ولایت چارواکې وایي، چې که دې ولایت ته زیات پولیس او د ملي اردو سرتیري وانه ستول شي او دوی ښه مجهز نه کړای شي، د دې امکان شته چې وسله وال مخالفین نورې سیمې هم ونیسي.