نړېوالو ځواکونو په کونړ کې یوه وسله واله ډله له منځه وړې

په افغانستان کې نړیوال ځواکونه وايي، چې په کونړ ولایت کې د وسله والو مخالفینو یوه ډله له منځه وړې ده.

په کابل کې ددغو ځواکونو په خپره سوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه پوځي عملیات د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې شوي.

په دغو عملیاتو کې چې پرون ناوخته شوې د وژل سوو کسانو شمېر نه دی یاد شوی.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو کونړ په وروستیو کې د وسله والو طالبانو، افغان او نړیوالو ځواکونو تر منځ د یو شمېر جګړو شاهد دی، چې په کې یو شمېر ولسي خلک هه وژل سوي دي.