د قذافي پلویانو له مخالفینو درې مهم ځایونه بېرته ونیول

د رپوټونو پر اساس د لیبیا رهبر معمر القذافي ته وفادار ځواکونه توانیدلي چې دري مهم ځایونه له مخالفو وسله والو څخه بریته ونیسي. په عین حال کې نړیوال پردې بحثونه کوي چې ایا د رژیم مخالفینو ته وسلې ورکړي او که نه.

د معمر القذافي پلویان چې ټانکونه او زغره وال موټر ورسره دي د تیلو غني ښارګوټي راس لانوف، عقیله او برقع ښارګوټي نیولي دي او د اجدابیا ښار څنډو ته رسیدلي دي.

اجدابیا د وسله والو جنګیالو له عمده مرکز څخه د بنغازي ښار دی یوسلو شپيته کلیومتره واټن لري. په غرب کې د قذافي ځواکونو لا هم د مسراطه ښارګوټی چې دمخالفو وسله والو په لاس کې دی، په خپله محاصره کې ساتلی دی.

له بله پلوه د امریکا متحدو ایالاتو او بریتانیې ویلي چې د لیبیا د رژیم مخالفینو ته د وسلو ورکولو احتمال نه ردوي.