د هند کرکټ لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه

د کرکټ د نړیوال جام د سمي فاینل په لوبو کې د چهارشنبې په ورځ د هند د کرکټ ټيم د پاکستان د کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا سیالۍ د هند په شمالي ښار موهالي کې ترسره شوې. په ممبی کې د دوه زره اته کال له تروریستي حملې را وروسته دا اول وار وو چې د هند او پاکستان لوبډلې په هند کې سره مخامخ کیږي.

د دې مسابقې د لیدو لپاره د دواړو هیوادونو صدراعظمان من موهن سنګه او سید یوسف رضا ګیلاني هم ورغلي وو.

د هند د کرکټ ټیم به د کرکټ د نړیوال جام په فاینل مسابقو کې د شنبې په ورځ د سريلانکا له ټیم سره مخامخ شي.