بشارالاسد په سوریه کې روانې مظاهرې د ده پرضد توطیه وبللې

د سوریې ولسمشر بشار الاسد نن د مظاهرو وروستۍ لړۍ د توطیه کوونکو کار وباله چې غواړي دا ملک وران کړي.

دا لومړی ځل دی چې بشار الاسد له نژدې دو اونیو راهیسې چې په سوریې کې مظاهرې پیل شوې دي ملت ته وینا کوي. ده وویل، امنیتي ځواکونو ته ښکاره لارښوونې شوې دي څو د اعتراضاتو پر مهال ملکیان خوږ نه کړي.

د سوریې مشر چې داسې اټکل کیده چې دی به په سوریې کې وروسته له اته څلویښت کلونو بیړنی قانون لرې کړي، په خپلو خبرو کې کوم مهم اعلان و نه کړ.

بشار الاسد له دوه زرم میلادي کال راهیسې د سوریې مشري کوي دی د خپل پلار حافظ الاسد پر ځای د سوریې ولسمشر شو. حافظ الاسد جمهور رییس او د بعث حاکم ګوند مشر و.