د امریکا ولسمشر بارک اوباما وایي، واشنګتن د دې امکانات نه ردوي چې د لیبیا اپوزسیون جنګیالیو ته وسلې ورکړي څو معمرالقذافي له واکه لرې کړي.
له ( این بي سي) تلویزیون سره په خبرو کې بارک اوباما څرګنده کړه چې دی ډاډه دی چې اخر به د نړیوالو د سخت فشار له امله قذافي له واکه لرې شي.
د سې شنبې په ورځ د لیبیا په اړه په یوه نړیوال کنفرانس کې موافقه وشوه چې د تماس یوه ډله جوړه شي، داسې ډله چې د نړیوالو د هڅو مشري وکړي څو د افریقا په شمال کې دغه هیواد باثباته کړي او له قذافي سره د هغه د افعالو حساب کتاب وکړي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ د لندن په کنفرانس کې وویل، د لیبیا د تماس د نوې تاسیس شوې ډلې مشري به قطر کوي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل، چې دی به ډیر ژر ورسره وویني.
د نړیوالو ځواکونو په نویو ډزو کې یوې امریکایۍ جنګي بیړۍ د مرکز طرابلس شاوخوا د وسلو زیرمې د توماهاک کروز په دوه ویشت توغندي ویشتې دي.
خو د اپوزسیون ځواکونو پرمختګ چې په وروستیو ورځو کې یې د لیبیا په لویدیځو برخو کې د ایتلافي ځواکونو د بمباریو له امله کړی د قذافي د ځواکونو له لورې د سه شنبې په ورځ دریدلی او په شا تمبول شوی دی. پرون هغو حکومتي ټانکونو او توغنديو چې د قذافي د زیږیدو د ښار سیرت شاوخوا ځای پر ځای شوې دي، پر مخالفانو ډزې وکړې.