په پکتیا کې یوه بې پیلوټه الوتکه رالوېدلې

د پکتیا چارواکو تایید کړه، چې د دې ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د تیرو دوو ورځو راهیسې د ایتلافي ځواکونو یوه بې پیلوټه طیاره له رالویدو ورسته لادرکه شوې ده.

د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون نن ازادي راډیو ته وویل، چې د ورکې شوې طیارې د پیدا کولو لپاره پولیسو هلې ځلې پیل کړي دي، خو تراوسه نه ده موندل شوې.

نوموړي همداراز وویل، چې تیره ورځ ناوخته د پکتیا په سید کرم ولسوالۍ کې د سړک د غاړې په یوې بمي چاودنه کې درې سرحدي پولیس ټپیان شوي دي.

په عین حال کې ایتلافي ځواکونه ادعا کوي چې د خوست په یعقوبیو ولسوالۍ کې یې تیره شپه د وسلوالو مخالفینو یو قومندان نیولی دی.

ایتلافي ځواکونو نیول شوی قومندان په بمي چاودنو کې په لاس لرلو تورن کړی دی.