د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی وايي، د هیواد د پوهنې د پیاوړتیا او د ښونې او روزنې د ښې راتلونکې لپاره د خلکو لا ډیرو همکاریو او وخت ته اړیتا ده.
نوموړي نن د افغانستان د دارلمعلمینو د شاوخوا شلو زرو محصلینو دفراغت د لمانځنې په غونډه کې د معارف کمزوري د هېواد د ستونزو یو اساسي لامل وباله.
جمهور ريیس وویل، دولت به وروسته له دې بهر ته د زده کړې لپاره د محصلینو د لیږلو په خاطر پنځه ملیونه ډالره لګښت ځانګړی کوي.
نوموړي همداراز د هغو راپورونو هرکلی وکړ، چې له مخې یې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر له ادرسه په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویل شوي، چې طالبان پر ښوونځیو حملې نه کوي.
ښاغلي کرزي له طالبانو وغوښتل، چې یو ځلې بیا دغه اعلامیه خپره کړي، تر څو ډاډمن شي، چې د نوموړي په وینا طالبان د افغانستان له معارف سره دښمني نه لري.