د ترکېې صدراعظم رجب تیپ اردوغان پرون د عراق د کردستان له سیمې کتنه وکړه.
اردوغان چې سیمه ییزو خلکو یې ښه هرکلۍ وکړ، لومړنۍ ترکي مشر دی چې دې سیمې ته ځي.
ارودغان د عراق د کردستان د سیمې په مرکزي ښار اربیل کې د هغه هوایي ډګر د پرانستلو په مراسمو کې برخه واخیسته چې د یوه ترکي شرکت له خوا جوړ شوی دی.
د کردانو سیمه ییز مشر مسعود بارزاني سیمې ته د اردوغان د سفر هرکلی وکړ او هغه یې تاریخي وباله.
ترکېې تراوسه د عراق کردستان ته چې په ۱۹۹۰ کال د خلیج له جګړې وروسته یې خودمختاري اعلان کړې، د شک په سترګه کتل.
د ترکېې ځواکونو په دې سیمه کې د کردي وسله والو پرضد تل پوځي عملیات سرته رسولي دي.