افغان دولت د روسیی ددې دریځ هر کلې کړې، چې وایی په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو ملاتړ کوي.
د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیال حامد علمي ساعت مخکې ازادي راډیو ته وویل، دوی هیله مند دي، چې روسیه به په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي.
روسیې د دوشنبې په ورځ ویلي، چې دا هیواد حاضر دی له طالبانو سره خبرو ته کیني.
د افغانستان لپاره د روسيې خاص استازي ضمير کابلوف انټرفکس خبري اژانس ته وويلي، موږ له طالبانو سره مستقيم تماس نه لرو. خو روسيه په افغانستان کې د ملي پخلاينې ملاتړ کوي، چې ډېر اهميت لري.
کابلوف له طالبانو سره د روسيې د وارمخکې شرطونو يادونه هم وکړه، چې د امريکا دریو شرطونو ته ورته وو.
کابلوف وویل چې د افغانستان امنيتي ځواکونه لا دا توان نه لري، چې د خپل هيواد د ټولو امنيتي چارو مسووليت په غاړه واخلي.