طالبان: د دولسو طالب قومندانانو په بدل کې نیول شوي پولیس جوشې کوو

طالبانو د کونړ په چپې دره کې د نیول شویو پولیسو د خوشې کولو په بدل کې د خپلو دولسو بندي قومندانانو د خوشې کولو غوښتنه کړې.

د کونړد امنیې قومندان جنرال خلیل الله ضیاعي وایي چې نیول شوي پولیس نورستان ولایت ته د خپلې رخصتۍ په موده کې د معاشونو د اخستلو لپاره تللي وو چې په بیرته راتګ کې د وسله والو له کمین سره مخ شول.

د کونړ دولایتي شورا غړي نصرالله ساپې پژواک خبري اژانس ته وویل چې دلسو قومي مشرانو له خوا هم له طالبانو سره د نیول شویو پولیسو په اړه خبرې شوي او دده په خبره تراوسه پورې یې هغه پنځه موټر د طالبانو څخه ازاد کړي چې نیول شوی پولیس په کې سپاره وو.

د کونړ والی جمال الدین بدر ویلي پولیس په داسې مهال کې نیول شوي چې شخصي جامې یې په تن وې او وسله هم ورسره نه وه.

وسله والو طالبانو ویلي دغه پنځوس تنه نیول شوي پولیس، له یوه روزنیز پروګرام څخه نوي خلاص شوي وو.

په دې وروستیو کې په داسې حال کې چې افغان حکومت له نړېوالو ځواکونو څخه د یوشمیر ولایتونو د امنیتي مسولیت پر غاړه اخیستو ته ځان چمتو کوي وسلوالو طالبانو د افغانستان په ختیځ او جنوب کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی .