حماس: اسرایلي ځواکونو اوربند مات کړی

د ډاکټرانو او حماس ډلې د راپور پر اساس، د غزې په شمال کې د اسرائيلو په هوايي حمله کې دوه فلسطيني سخت دريځي وسلوال ووژل شول.


اسرائيل تر اوسه دغه تلفات نه دي تاييد کړي. دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې تر دې يوه ورځ مخکې حماس ډلې د اسرائيلو د متقابل عمل په وړاندې د اوربند وړانديز وکړ.


تېره اوونۍ په يوه بله حمله کې پنځه سخت دريځي وسلوال او څلور ملکيان ووژل شول، اسرائيل وويل دا بريد پر يهودي خاوره د سخت دريځو وسلوالو د څه باندې اويا توغنديو د ډزو په ځواب کې شوى دى.