ملي اردو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴ تنه وسله وال نیولي

د دفاع وزارت وایي، چې په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې یې په کندهار، زابل، ارزګان او پکتیکا ولایتونو کې څلورتنه وسله وال مخالفان نیولي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې هم ترلاسه کړي دي.

د دفاع وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دوه تنه وسله وال مخالفان د ارزګان په خاص ارزګان او د کندهار په پنجوایي ولسوالیو کې او دوه تنه نور د پکتیکا په یوسف خیلو ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

په خبرکې راغلي چې له دې وسله والو مخالفانو څخه یوولس میله سپکه وسله او یوه اندازه مهمات او چاودیدونکي مواد هم د ملي اردو د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

طالبانولاتراوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.