پکتیکا: د ایتلافي ځواکونو په هوايي برید کې ۱۷ تنه وسله وال وژل شوي

په پکتیکا ولایت کې سیمه ایزچارواکي وایي، چې تیره شپه د دې ولایت په برمل سرحدي ولسوالۍ کې د ایتلافي ځواکونوپه هوایي برید کې اولس تنه وسله وال مخالفان وژل شوي دي.

د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان ازادي راډیو ته وویل، چې دغه وسله وال مخالفان د پاکستان له سرحدي سیمو څخه برمل ولسوالۍ ته را اوښتي وو.

ښاغلي افغان څرګنده کړه چې په دې هوایي برید کې د مخالفانو وسلې هم ویجاړې شوي او د هغوی د ښه پیژندنې په هدف سیمې ته امنیتي ځواکونه ورغلي دي.

طالبانو لاتراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.