لیبیا: په هوايي حملو کې تر اوسه ۱۱۴ تنه وژل شوي

د قذافي د روغتيا وزارت يوه چارواکي خالد عمر وويل، د هوايي حملو له پيله 114 ليبيايان وژل شوي، خو نوموړي ونه ويل چې په وژل شويو کې څو تنه عسکر او څو ملکيان دي.

له بلې خوا د فرانسې پوځ وويل چې جنګي الوتکو يې د قذافي د رژيم لږترلږه پنځه جنګي الوتکې او دوې هيلي کوپترې د مصراتې ښار په هوايي ډګر کې ويجاړې کړي دي.

په عين حال کې ټاکل شوې د امريکا ولسمشر بارک اوباما راروانه دوشنبه په خپله ټلويزيوني وينا کې د ليبيا په بحران کې د امريکا د اهدافو په باب څرګندونې وکړي.