د جرمني د دفاع وزیر وايي د افغان ځواکونو روزنې ته ژمن دی

د جرمني د دفاع نوي وزير توماس دي مويزير، دې مقام ته تر ټاکل کېدو وروسته افغانستان ته خپل لومړنى سفر پرون پيل کړ. نوموړي د دې سفر په پيل کې وويل، هېواد يې د افغان ځواکونو روزنې ته ژمن دى.

ښاغلي مويزير د افغانستان د دفاع له وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ سره تر کتنې وروسته وويل، د جرمني او افغان ځواکونو ګډه همکاري، افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتو په سپارلو کې د برياليتوب کيلي ده.