د جاپان د فوکوشیما بټۍ په اوبو کې د راډیو اکټیف وړانګې لیدل شوي

د جاپان په فوکوشیما اټومي بټۍ کې کار وروسته تر دې له خنډ سره مخامخ شو، چې په اوبو کې وړانګې ولیدل شوې. دا بټۍ وروستۍ زلزلې او بیا ورپسې څونامي ځپلې ده.

مسوولو کسانو څرګنده کړه، چې په راډیو اکټیف ککړې اوبه په دریو بټیو کې لیدل شوې دي. په فوکوشیما کې ټولې شپږ بټۍ دي. دا اټومي مرکز د توکیو په شمال کې په دوه سوه څلویښت کیلومترۍ کې پروت دی.

مسوولو کسانو زیاته کړه، چې تر اوسه دا سمه معلومه نه ده، چې اوبه د څه خرابي له امله په راډیو اکټیف ککړې شوې دي.

پرون مسوولانو وویل، کله چې کارګرانو هڅه کوله په دریمې بټۍ کې اوبه سړې کړي نو ویې لیدل چې په اوبو کې د راډیو اکټیف کچه تر عادي حالت لس زره ځلې لوړه ده.

د مارچ له یولسمې راپه دې خوا تر اوسه اولس کارګر له راډیو اکټیفه داسې متاثره شوې دي، چې دوی بل ځای ته بیول شوې دي.

د دغې زلزلې د قربانیانو رسمي شمیر اوس تر لس زرو زیات شوي دي او لاهم تر اوولس زره ډیر کسان تري تم دي.