د یمن ولسمشر علي عبدالله صالح وايي چې دی به د هغو معترضانو پرضد چې د ده د نسکورولو هڅه کوي له هرې ممکنې وسیلې څخه کار واخلي او د ځان دفاع به وکړي.
صالح د پوځ له هغو افسرانو څخه چې له حکومت څخه یې بغاوت کړی هم غوښتنه وکړه چې د ده په وینا کم عقلي دې نه کوي او بېرته دې خپلو دندو ته ورشي.
علي عبدالله صالح چې له څه باندې دېرشو کلونو راهیسې د یمن د ولسمشر په توګه په واک کې دی اوس د ډیموکراسي د پلويانو له خوا تر سخت فشار لاندې راغلی چې له واکه لاس واخلي.