د طالبانو حکومت وايي څه باندې څلور میلیونه جریبه دولتي ځمکه یې تثبیت او مسترد کړې

د کابل یوه برخه

د طالبانو د حکومت عدلیې وزارت ویلي چې څه باندې څلور میلیونه جریبه دولتي ځمکه یې تثبیت او مسترد کړې ده.

د دغه وزارت ویاند برکت الله رسولي یکشنبه په یوه بیان کې چې د طالبانو حکومت خپره کړې ویلي چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د کار له پیل تر دې دمه دا ځمکې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې تثبیت او مسترد کړي.

د رسولي په خبره اکثر دا ځمکې سپینې، کرنیزې او یا ښارګوټي دي چې اکثره برخه یې په کابل، بلخ، ننګرهار، غزني، میدان‌وردک، کندهار، هلمند، جوزجان، سمنګان، زابل، فاریاب، بغلان، پروان و کندز کې موقعیت لري.

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون د عدلیې وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي.

د دغه کمیسیون مسوولینو ویلي چې میلیونونه جریبه نوره ځمکه هم تر څېړنې لاندې ده او د پلټنو په بشپړېدو سره به یې د مالکیت په اړه پرېکړه وشي.

خو له دې ټولو سره سره د ځینو مسترد شویو ځمکو څښتنانو په دغه بهیر باندې نیوکې کړي او ویلي یې دي ان هغه ځمکې یې ورنه ګرځول شوي چې قانوني اسناد یې لري.