د ننګرهار د شینوارو ولسوالۍ ۲۵مې ویالې سیمه کې د یوې شخړې له امله درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
طالب چارواکو یکشنبه تایید کړې چې پېښه د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر رامنځته شوی.
د ننګرهار د اطلاعاتو او رسنیو دفتر ویلي چې طالب ځواکونو یو کس نیولی او د نورو عاملینو د نیولو لپاره چې له سیمې تښتېدلي هڅې روانې دي.