په بلوچستان کې اوه افغان او څلور ځايي کارګران د وسله والو له خوا وژل شوي

د ډبرو سکرو کان کې پېښه، عکس پخوانی دی

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ډبرو سکرو ۷ افغان او څلور نور ځایي کارګران د وسله والو کسانو له خوا وژل شوي.

پېښه یکشنبه غرمه مهال د بلوچستان د کوهلو ولسوالۍ په جاندران سیمه کې شوې.

د راپورونو له مخې ناپیژاندو وسله والو په دوو موټرو کې سپاره کارګران له ځان سره غره ته بیولي او هلته یې په ډزو وژلي دي.

د کوهلو د روغتون مشر ډاکتر اصغر مري د پېښې په تړاو د ازادي راډیو خبریال ته وویل:

«مړي خو یې نه دي راوړي. موږ موټر ورلیږلي وو. هلته خپلوان ورغلي او مړي یې پېژندلي او موږ هم ور وسپارل.»

اوه افغانان دي او درې نور د لوڼي دي. د ډبرو سکرو د کان کارګران دي
د کوهلو د روغتون مشر ډاکتر اصغر مري

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او صدراعظم شهبازشریف په جلا بیانونو کې دا پېښه په کلکو ټکو غندلې ده.

شهبازشریف ویلي چې د بیګناه کارګرانو هدف ګرځول یو غیر انساني عمل دی او څوک چې د دغو ملکیانو د وژنې مسوولین دي بې سزا به پاتې نه شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم دا پېښه غندلې او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونه په خپل ټول توان سره د دې پېښې د عاملینو د نیولو هڅه کوي.

د کوهلو د جاندران سیمه چې پکې د ډبرو سکرو کانونه دي یوه غرنۍ او لرې پرته سیمه بلل کېږي او له پېښې څو ساعته وروسته د وژل شویو کارګرانو مړي سیمې ته رسول شوي.

یوه سیمه ییز خبریال یوسف مري هم ازادي راډیو ته د دې پېښې په اړه وویل:

«دوی مزدوران و. سهار لس، یوولس بجو منځ کې کوهلو یوه علاقه ده.دوکۍ سره. تحصیل جاندران په نوم. دلته مسلح افراد راغلي و.»

له موټرو یې دا مزدروان ښکته کړي او نږدې غره ته یې بیولي او همالته یې پرې ډزې کړي. او یوولس سره مزدوران یې وژلي دي.
سیمه ییز خبریال یوسف مري

د دې پېښې مسوولیت لا چا په غاړه نه دی اخیستی خو هلته د اکثر داسې پېښو پړه په بلوڅ وسله والو تنظیمونو اچول کېږي.

په سیمه کې د ازادي راډیو د خبریال د معلوماتو له مخې مخکې تر دې چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو پراخ کمپاین پیل کړي د بلوچستان د ډبرو سکرو په کانونو کې چې د سنزاوۍ، دوکۍ، کوهلو او ځینو نورو سیمو کې پراته دي تر نیمايي زیات کارګران د افغانستان وو.

د ډبرو سکرو کارګران پاکستن کې

دوی د ورځې له پنځلس سوو تر دوه نیم زرو پاکستاني روپیو باندې هلته کار کوي.

د ډبرو سکرو په دغو کانونو کې پخوا هم داسې پېښې شوي.

له امنیتي ګواښونو سربېره د دغو کانونو مصوونیت هم تر پوښتنې لاندې دی ځکه اکثر تر دوه زرو فوټه د ځمکې لاندې په داسې حال کې د ډبرو سکرو په کیندلو او ایستلو لګیا دي چې د خوندیتوب ډېر کم شرایط ورته برابر وي.

د ډبرو سکرو په کانونو کې د میتان او نورو زهرجنو ګازو موجودیت، د کانونو لوېدنې او چاودنې هغه پېښې دي چې د کارګرانو ژوند ته خطر پېښوي خو دا کارګران له مجبورۍ خطر په ځان مني او کار کوي.